ایکناخبری اژانس دتسنیم خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د ترکیې خارجه زویر مولود چاووش اوغلو نن په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو دغونډې ترڅنګ د افغانستان د موقته حکومت دخارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیده کاته وکړل او د افغانستان د وروستیو حالاتو او دغه راز له افغان ولس سره ئې د بشر دوستۍ دمرستو په اړه خبرې وکړې .
هغه له امیر خان متقي سره په کتنې کې په افغانستان د بشری حقوقو پشمول د بیلابیلو قومونو او لږکیو پر حقوقو په ټينګار سره ووئيل ، دافغانستان ولس هیڅکله هم د نیواکګرو شتون نه دی زغملی او دغه راز طالبانو ته یو فرصت په لاس ورغلی څو ددغه هیواد د ولس اساسی ګټې پوره کړي او په دغه هیواد کې دې په ټولشموله حکومت جوړولو سره بې وځله او کړیدلي ولس اساسی اړتیاوې تر یوه حده پوره کړي .
امیر خان متقي هم په دغې کتنې کې له افغان ولس سره د ترکیې د وخت په وخت دمرستو په قدرونې سره ووئیل ، ترکیه باید د افغانستان په بیا رغاونې کې خپل اساسی رول ولوبوي او باید اسلامی هیوادونه دې پر لویدیځي هیوادونو په تیره بیا پر امریکا دباؤ زیات کړي ، څو د افغانستان تړل شوي شتمنۍ دې آزادې کړي ، څو د افغان ولس کړاؤنه او ضرورته پوره شي او د په دغه هیواد کې د احتمالی انساني غمیزې مخه ونیول شي .
داپه داسې حال کې دي چې د ترکیې خارجه وزیر مولود چاوو ش اوغلو داسلامی ملګرتیا موسیسې په غونډې کې پخپلې وینا کې په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته رسیدا ته په اشارې سره وئیلي ، سولې او ثبات ته درسیدا لپاره له طالبانو سره ملګرتیا ډيره مهمه او ضروري ده اوس باید په افغانستان کې د انجونو او ښځو د زده کړې او کارکسب او دحقوقو د پوره کیدا او دغه راز د درستو لږکیو د ټولو حقوقو دساتلو او د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره له طالبانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/09/28/2628786/دیدار-